نجیب الله د اخترمحمد زوی په ۱۹۴۶م کال د اګست په شپږمه نيټه د کابل په دویمه ناحیه کې په يوې پښتنې کورنۍ کې زیږیدلی دی او په ۱۹۵۲م کال کې خپله لومړنۍ زده کړه د کابل د افغانانو په ابتدايي ښوونځي کې پیل او په ۱۹۶۴ کال يې د حبیبې لېسې څخه په اعلی درجه فارغ شو.
نجیب الله په ۱۹۶۵ کال کې د کابل پوهنتون په M.P.C.B کورس کې شامل شو، په همدې کال کې يې عملي سیاست ته لاره پیداکړه او ددې کال په جریان کې ؤ چې دهمدې کورس د ۳۰۰ څخه زیاتو محصلینو هغه د حکومت سره د خبرو لپاره د هغه بحران په اړه چې د عقرب د میاشتې د دریمې ورځې نه راپیداشوی وو د کاندیدولو نه وروسته وټاکلو په هغه مهال کې نجیب الله لا د هیڅ یوه سیاسي جریان غړی نه وو وروسته بیا هغه د ۱۹۶۵م کال کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند غړیتوب ترلاسه کړو. ددغه کورس په بري سره تربشپړیدو وروسته په ۱۹۶۶م کال کې د کابل پوهنتون د طب په پوهنځي کې شامل شو.
نجیب الله یو ځل په ۱۹۶۹ او ۱۹۷۰میلادي کلونو کې په ترتیب سره ۴ میاشتې او ۹ میاشتې بندي شو چې نوموړي په مظاهرو او اعتصابونو کې ونډه اخیستې وه، نجیب الله په ۱۹۷۴م کال کې د فتانه نومې جنی سره واده وکړو او درې لورګانې يې درلودې چې د هیلۍ، اونۍ، او مسکا څخه عبارت وې او په بندي کیدو سره يې تحصیلي جریان ۳ کاله شاته وغورځاوه او په ۱۹۷۵م کال د کابل پوهنتون د طب پوهنځي نه فارغ شو او ورپسې يې د قرغې د احتیاطو ضابطانو په غُنډ کې يې شپږ میاشتې د عسکری خدمت سرته رسولی دی. او په ۱۹۷۶م کال د کابل ښار د ښاري ګوندي کميټې مشر وټاکل شو او په ۱۹۷۷م کال د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند د مرکزي کمیټې غړیتوب يې ترلاسه کړو او په بل کال یعنې په ۱۹۷۸م کال کې په ایران کې د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت د لوی سفیر په حیث وټاکل شو په او په ۱۹۷۹م کال په کابل کې د دولتي خدمتونو د اطلاعاتو د رئیس په توګه وټاکل شو. نجیب الله په ۱۹۸۶م کال کې د دولتي خدمتونو له اطلاعاتي ادارې نه ګوښه کړی شو او د ګوند د مرکزي کميټې د دارالانشا د منشي په حیث او په ۱۹۸۶م کال د مئ میاشتې په ۴ نیټه د ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي په حیث وټاکل شو او په ۱۹۸۷م کال کې رئيس جمهور شو په ۱۹۹۲م کال کې چې ده د خپلو اشتباهاتو او د ببرک کارمل د ملګرو د کودتا او د مجاهدینو له راتګ سره په هوایي ډګر کې چې خارج ته تللی وو تر نیول کیدو مخکې يې په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیستله، کله چې په ۱۹۹۶م کال دسمبر په ۲۷مه نیټه طالبانو کابل ونیو په هم هغه لومړۍ ورځ سهار يې ډاکترنجیب الله له خپل ورور احمدزي سره اعدام او بیايې مړی په اریانا څلور لارې کې وځړول شو.
د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ اساسي قانون
په ۱۹۸۷م کال جولای میاشت کې د نوي اساسي قانون مسوده په مطبوعاتو کې خپره شوه، د نوموړي اساسي قانون په مسوده باندې پوره شپږمیاشتې بحث وشو او په دغه بحث کې دوه میلونه خلکو ونډه اخیستې وه، پنځلس زره لیکلي وړاندیزونه د اساسي قانون کمیسون ته رسیدلي وه. چې د مسودې د بشپړیدو په برخه کې ترینه ګټه واخیستل شوه د نوي اساسي قانون په مسوده باندې د بحث، تائید او تصویب لپاره له ټول افغانستان نه دودیزه لویه جرګه کابل ته راوبلل شوه چې پنځلس سوه ګډون کوونکو په کې ونډه درلوده او د یو لړ تغیراتو او بدلونونو وروسته د نوامبر په دیرشمه نیټه د رایو په اتفاق تصویب شوه او ډاکتر نجیب الله د رایو په اتفاق د جمهور رئیس په حیث وټاکل شو او په دغې اساسي قانون کې ددویم ځل لپاره په ۱۹۸۹م کال د جون په میاشت کې د لويې جرګې لخوا یو لړ تعدیلات راغلل چې اساسي قانون ته يې بشپړه غنا وروبخښله چې په مخکنیو اساسي قوانینو کې يې ساری کم لیدل کیږي.
د جينوا يا ژنيو تړونونه
د افغانستان او پاکستان د اختلاف د حل او د افغانستان څخه د شوروي لښکرو د وتلو په اړه د ۱۹۸۲م کال څخه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال پریزدیکویلار په وساطت ژنیو کې د افغانستان او پاکستان له نماینده ګانو سره خبرې پیل کړې بالاخره کله چې دیکویلار سرمنشي شو نو خپل مرستیال دیګوکوردویز يې دغه کار ته وټاکلو چې هغه له شپږو کلونو هڅو وروسته دا زمینه برابره کړه چې پر یو پیچلي او مغلق سند دافغانستان او پاکستان نماینده ګان متفق کړي چې امریکا او شوروي به یې تضمین کړی وي نو د ملي روغې جوړې د پالیسۍ ستره بریا د ژنیو یا جینوا د تړونونو لاسلیک کول وه، چې د هغو په بنسټ د پخواني شوروي لښکرو ته د خپل هیواد ته د بشپړ ستنیدو لپاره لاره هواره شوه. دا تړونونه په ۱۴ د اپریل ۱۹۸۸م کال په ژنیو یا جینوا کې د افغانستان جمهوري دولت او د پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ لاسلیک شول چې مهم ټکي يې په لاندې ډول دی.
• ددغو تړونونو له مخې په نهو میاشتو کې شوروي پوځي ځواکونو په بشپړه توګه له افغانستان نه ووتل.
• د افغانستان جمهوري دولت اود پاکستان اسلامي جمهوریت به ددغو تړونونو له مخې یو د بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
• دمهاجرینو په خپله خوښه خپل هیواد ته ستنیدل.
• د امریکا متحده ایالاتونو او د شوروي سوسیالستي متحده جمهوریتونو ددغو تړونونو د تضمینوونکو په توګه د تطبیق ژمنه د اعلامیې په شکل کې لاسلیک کړه.
د ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ د سقوط لاملونه
د ډاکتر نجیب د واکمنۍ د سقوط په اړه ډیر لاملونه موجود دي خو زه دلته د یو څو مهمو لاملونو یادونه کوم.
1) په ګوند کې داخلي مخالفتونه.
2) بیرک کارمل او ډاکترنجیب الله د واک په سرورانیدل او د واړو خواوو یو د بل ضد موضوع ګیري درلود ترهغه وخت پورې چې نجیب الله يې له پښو وغورځاوه او ملګرو ملتونو دفتر ته خپلې پښې سپکې کړې او هلته له منځه ولاړو.
3) دده نظام له اقتصادي ستونزو سره لاس په ګریوان وه او نور يې نشو کولی چې د دومره لویو مصارفو جوګه شي.
4) د وخت د دفاع وزیر شاه نواز تڼي سره په مخالفت کې دولتي حاکمیت کمزوری شو.
5) خارجي عوامل هم زیات وه خو د شوروي مکار سیاست او د ISI، د سعودي عربستان د څارګرو ادارو لخوا دده د مخالفینو تجهیز او په سپین سترګی سره د پاکستان، ایران او نورو اړونده هیوادونو لاسوهنې ددې لامل شوې چې دده پروګرامونه د ناکامۍ خواته کش کړي عمده دلیل دده د ړنګیدو یو هم دده اوپراتیفي خادیستي او ځان غوښتنې سیاست وه چې دده سره يې مرسته ونه کړه.