چي واک مي خپل کړ هغه نیا زمن یم
دروږ د میني صادق مین یم
سر مي پر ې شوى زخمي په تن یم
په وینو لژند کلګون کفن یم
شهید په خاوره د خپل وطن یم
شیرین وطن مي وځانته خپل کی
خلاص مي له قیده څخه د بل کی
لکه په خوا وو یو مي په سل کی
نوزه به ولې په مرګ خوږ من یم
شهیدپه خاوره د خپل وطن یم
تر خپلي مېني مي ځان قربان کی
په خپلو وینو مي خپل ملک ودان کی
نوم د پښتون مي لوړ پر جهان کی
لاندی ترخاورو رنګین بدن یم
شهیدپه خاورو د خپل وطن یم
ملي اختر دى خړ مي سردى
لحدمي سوردی سره می جنډه ده
ژیړ مخى نه یم سره مي بڼه ده
سرغوڅوونکی د سپي د ښمن یم
شهید پر خاورو د خپل وطن یم
دا یو زه نه یم ډیر نور سرونه
جار شول تر میني ښکلي مخونه
چي پر رپېږي سره بیرغونه
ډوب په رحمت کښي دوالتین یم
شهیدپر خاورود خپل وطن یم
چي وغلیم ته په جنګ پړ نه یم
د جنګ د ما تي په مت خړ نه یم
که سر مي پرې دی لا هیڅ مړ نه یم
غیرت کونکی پښتون ته نن یم
شهید په خاورو د خپل وطن یم