يه د خوښيو او زرګونو هوسونو كوره  !

د مينې كوره !  د سپرليو د ښكلا بوريه !

د شمله ورو ، برېتورو پښتنو وطنه !

يه  افغانو مهاجرو ماشومانو ځانګو !

خداى دي له بدو سترګو داسې په امان كې ساته

لكه چې پېغله د لاهــــــــــــــور په محلو كې ساتي .

 

ګرانه بوريه ! دا څو شپې چې دي تندي ته ګورم

الوتى رنګ دي راته بده ګواهي راكوي .

هسې نه خداى مكړه چې ستا په لور هم

د اسمان سرې سترګې درواوښتلې

زما د سوات ، د كندهار او د كابل په رنګه

زما بوريه ! د ننګونو عظمتونو كوره !

خداى دي د تل د پاره وساته له بدو سترګو

 

ګرانه بوريه ! زه وېرېږمه ښه ډېر وېرېږم

هسې نه خداى مه كړه كه ووشي داسې

نو ستا مغروره  دنګې ـ دنګې پېغلې

چې په ټول عمر يې د ګل ګزار خوړلى نه دى

د كوم ناترسه تر دُورو لاندې به چيغې وهي ؟

ستا نازولي ، شمله ور زلمي به كوم زوى مړى

په بېرحمۍ باندې تر تېغ تېروي .

خداى شته زاره خو به مي ترك چوي .

 

ګرانه بوريه ! خوږ غـــــــــــــــزنـــــــــــــى چې زما مور يادېږي

د وخت ناترسو ستمګرو په پردو ټوپكو

راته ټپي ټپي كړه وو يې ويشته

زخمي موركۍ مي خواته ډكې سترګې واړولې .

په څړيكې ، څړيكې غرېو نيولي غږ يې ووېل راته :

زما د سترګو توره ! ګران بچيه !

زمونږ مشرانو پښتنو داسې متل كړى دى .

چې ( تر خوږې موركۍ را وروسته ترور هم نيمه مور ده )

نو ګرانه بچيه ظلمانو چې زه وويشتمه

په ماته ملا دي اوس پالنه راته ګرانه ښكاري

راشه چې ودي سپارم نيمې مور ته

 

ګرانه بوريه ! بس هغه وو چې راكډه يې كړم

ستا  پښتنې غېږې ته

تا مي د مور په څېر په ښه توګه پالنه وكړه .

خوږه بوريه ! راته ګران يې اوس د مور په ډول

خداى دي له بدو سترګو تل وساته

خېر كه ځواني مي سپېلنى شي درته  ودودېږي .

 

سيد شاه سقيم