ګلان تویې شول په بڼ کښې
بورالاړه په غوغا شوه
دخزان بادونه راغلل
مالیارهم لاړو دښمن شو
کاغان راغلل او دیره شول
سرهَ ګلونه چورتالاشو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
داګلشن خوهاګلشن وو
چې دزړه وینې مو ورکړې
ډیرپه مینه اوخواري مو
څوګلونه وو کرلي
څه خوږې خوږې نغمې به
بلبلانو دلته ویلې
خودچاداپیرزونه وو
چې به مونږپه خوشحالي یو
تل یې کندې دی کندلې
مونږیې ډیریوځورولي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
بیا هم مونږمینه پرینښوه
په اخلاص اوجارقربان مو
تل هرچاته اوازکړی
دهرچاپه غم ښادي مو
ځان غمجن اوښادګڼلی
خوداڅه وشولو خدایه!
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
خوداڅه وشولو خدایه!
مونږه ولې وهل کیږو
مونږه ولې رټل کیږو
کله بدموغوښتي نه دي
کله څوک مو آزارنه دي
مونږخوډیرامن خواهان یو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
خوداخلک دښمني کړي
په هرڅه آزاروي مونږ
په هرڅه تکلیفوي مونږ
خو په دې یې هم بس نکړه
اوس یې کلي زمونږوران کړهَ
اوځوانان زمونږ قتلیږي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
خدایه کورددوۍ تباه کړې
خدایه زوریې کړې کمزوری
خدایه کبر یې نسکورکړې
خدایا مخ یې مونږته تورکړې
»»»»»»»»»»»»»»»»
بس یوځلې زمونږکورکې
ته هوا دمینې راوړې
دې زخمي زخمي وجودته
ته دوادمینې راوړې
ربه دازمونږارمان دی
چې یو ځلې په دې کلي
بیا هم هغه دوران راشي
هرې خواته مینه مینه
په څپوشي سپرلی راشي
جميل اخوند زاده