شكر افغانه پښتنه وه له لاهوره نه وه
جينۍ په سپين كې غنمرګه وه، خو توره نه وه
زه چې يې ويشتم مخامخ راته خپل ورور ولاړ وو
ټوپك پردى وو او مرمۍ مي هم له كوره نه وه
اوس چې په نه خبره ژاړي دا بېې زه يادېږم
ګنې نو ګرا نه خو په زړه دومره كمزوره نه وه
په زړه دي څرخه شه ظالمه ! د خپل غشي څوكه
د كابل ښكلې په ټوپك د ويشتو ګوره ! نه وه
ستړي آهونه ، ستړې هيلي ، ستړې ، ستړې سلګۍ
زما د ژوند كيسه بس دومره وه او نوره نه وه
سقيمه ! زه هم د لښكر جينكو يار يادېدم
چې مي د بخت كاسه لا دغسې نسكوره نه وه .

03.01.2009
- سيد شاه سقيم
مونږه خوړلي دي څپېړې پر مخمونږه د ډېرو ناکردو بچي يوو
زموږ د کلي څراغونه مړه ديمونږه د تورو تورو شپو بچي يوو
زموږ له شونډو نه خندا ورکه دهمونږه د اوښکو د لېمو بچي يوو
تالاوالا شول زموږ سره ګلونهمونږه د ژېړو خزانو بچي يوو...
06.01.2009
- سيد شاه سقيم
شي ستا يادونه ملهم کله کلهشېبې خوږې شي د غم کله کله
بېله تا زهر شي ګنډېر شي خدايږوخواږه خواږه هم صنم کله کله
يودم عاقل زړګی ماشوم شي زماژړېږي ښه دم په دم کله کله
شر د باران شي ستا د ياد سره سمڅڅېږي سترګو نه نم کله کله...