مونږه خوړلي دي څپېړې پر مخ
مونږه د ډېرو ناکردو بچي يوو

زموږ د کلي څراغونه مړه دي
مونږه د تورو تورو شپو بچي يوو


زموږ له شونډو نه خندا ورکه ده
مونږه د اوښکو د لېمو بچي يوو

تالاوالا شول زموږ سره ګلونه
مونږه د ژېړو خزانو بچي يوو

زموږ هويت د ورکېدلو نه دی
مونږ دمومندو، درانو بچي يوو

زموږ کاروان په بېرته تللو نه دی
موږ د شملې موږ د پښتو بچي يوو