شي ستا يادونه ملهم کله کله
شېبې خوږې شي د غم کله کله


بېله تا زهر شي ګنډېر شي خدايږو
خواږه خواږه هم صنم کله کله


يودم عاقل زړګی ماشوم شي زما
ژړېږي ښه دم په دم کله کله


شر د باران شي ستا د ياد سره سم
څڅېږي سترګو نه نم کله کله

د خاطرو طوفان دې راشي يودم
روغ لېونی شمه سم کله کله