سپرلي ولاړل له وطنه
هره خوا سپېره بادونه
مړاوي مړاوي تږي تږي
وچې شونډې دي ګلونه
ګلستان له اغزو ډک دی
رژېدلي ارمانونه
نه په لاس کې بنګړي ګورم
نه پر زنه شنه خالونه
د شپېلۍ غږونه ورک شول
نه شرنګار نه پايزېبونه
نه په پوزه کې چارګل شته
نه تر غاړې امېلونه
نه رانجه لري په سترګو
نه يې سره سره دې لاسونه
نه کاکل وينم د ځوانو
نه چپه چپه برېتونه
په ګودر نن د ځوانانو
دي جوړ شوي لوی قبرونه
وږمې! دا لا څه ژوندون دی
شول مو خاورې ارمانونه

31.12.2008
- سيد شاه سقيم
چغېږي سر درو کې لکه مستې پرښتې دا زرکې پاس په غروکې لکه مستې پرښتې
د غرو مستې سندرې شوې شپېلۍ ته وردغاړهرنګینو ترانو کې لکه مستې پرښتې
چې راغلې ترهېدلې څو هوسۍ په منډه منډه ګلبوټي یې په خولو کې لکه مستې پرښتې
په غاړه کې روپۍ وې په لمنه کې ګونګرې دا پېغلې په...
31.12.2008
- سيد شاه سقيم
خونه دپښتون چې په كې لويه خدايه ړنګه ده دا دنيا دې اورواخلي او دا دنيا بدرنګه ده
هلته پنجابۍ پېغله زموږ له خولو رنګ اخلي دلته پښتنه پېغله ساده ګرځي ملنګه ده
ستا بچي خوشحال خټكه ستا په قدم نه لاړو ستا دغزا توره تكه توره اوس له زنګه ده
څو به انقلاب وي او تر څو به ورور وژنه وي دا جنتي خاوره اوس تبا تبا له جنګه ده...