چغېږي سر درو کې لکه مستې پرښتې
دا زرکې پاس په غروکې لکه مستې پرښتې
د غرو مستې سندرې شوې شپېلۍ ته وردغاړه
رنګینو ترانو کې لکه مستې پرښتې
چې راغلې ترهېدلې څو هوسۍ په منډه منډه
ګلبوټي یې په خولو کې لکه مستې پرښتې
په غاړه کې روپۍ وې په لمنه کې ګونګرې
دا پېغلې په ډاګو کې لکه مستې پرښتې
څه ښکلی پسرلی دی شهزادګۍ شوې پکې ناوې
د ګلو په وږمو کې لکه مستې پرښتې

31.12.2008
- سيد شاه سقيم
يو ځل ورځمه دا ارمان لرمهښکلى وطن لکه جانان لرمه
چې راپه ياد شې سترګې ډکې شي زماپه اوښکو لوند څېرې ګريوان لرمه
څوک به شمله ستا رانه ټيټه نکړيداسې با ننګه شازلميان لرمه
اغياره ! خوار به درته ښکارمه ډيرخو د غيرت کور په جهان لرمه...
31.12.2008
- سيد شاه سقيم
سپرلي ولاړل له وطنههره خوا سپېره بادونهمړاوي مړاوي تږي تږيوچې شونډې دي ګلونهګلستان له اغزو ډک دیرژېدلي ارمانونهنه په لاس کې بنګړي ګورمنه پر زنه شنه خالونهد شپېلۍ غږونه ورک شولنه شرنګار نه پايزېبونهنه په پوزه کې چارګل شتهنه تر غاړې امېلونهنه رانجه لري په سترګونه يې سره سره دې لاسونهنه کاکل وينم د ځوانونه چپه چپه برېتونهپه ګودر نن د ځوانانودي جوړ شوي لوی قبرونه...