يو ځل ورځمه دا ارمان لرمه
ښکلى وطن لکه جانان لرمه
چې راپه ياد شې سترګې ډکې شي زما
په اوښکو لوند څېرې ګريوان لرمه
څوک به شمله ستا رانه ټيټه نکړي
داسې با ننګه شازلميان لرمه
اغياره ! خوار به درته ښکارمه ډير
خو د غيرت کور په جهان لرمه
خاندم په دې چې اغيار ولې خاندي
که دوی لندن نو زه لغمان لرمه

31.12.2008
- سيد شاه سقيم
خزان راپیښ شو سره گلــــونه توی شــولله خوړین زړگی مي آرمانونه توی شــول
دا ځل به بیا ویر او غوغا پورته شــــــيځانمرگی برید وشو سرونه توی شــول
دغــــه د کــــوم یــــوو ظالــــــم د لاســـــــــهدا ځای په ځای چې اندامونه توی شــول...
31.12.2008
- سيد شاه سقيم
چغېږي سر درو کې لکه مستې پرښتې دا زرکې پاس په غروکې لکه مستې پرښتې
د غرو مستې سندرې شوې شپېلۍ ته وردغاړهرنګینو ترانو کې لکه مستې پرښتې
چې راغلې ترهېدلې څو هوسۍ په منډه منډه ګلبوټي یې په خولو کې لکه مستې پرښتې
په غاړه کې روپۍ وې په لمنه کې ګونګرې دا پېغلې په...