خزان راپیښ شو سره گلــــونه توی شــول
له خوړین زړگی مي آرمانونه توی شــول

دا ځل به بیا ویر او غوغا پورته شــــــي
ځانمرگی برید وشو سرونه توی شــول


دغــــه د کــــوم یــــوو ظالــــــم د لاســـــــــه
دا ځای په ځای چې اندامونه توی شــول

لاندې یې سم دم انسـانان قتــــل کــــــړل
پاس له مارغانو نه وزرونه توی شـــول

د چــا نه غوښـــې په دیـــوال ونښـــــــتې
دچانه پښــې د چا لاســونه توی شـــول

د خوار یتیم سلگۍ به څوک غلې کړي
چې یې د ژوند ټول امېدونه توی شــول

آه چـــې راوپارېــــږي پورتـــــه درومــــــي
زما له زړه څخـــــه آهــــــــونه تـوی شـــول

خــــــــدایه له مونږ کومه خطا شوېده
چې مو پر خــاوره آفتــــــونه توی شــول

راځـــــــــئ په گډه یې راټول کړو ســره
د نیکمل شعر څخه بیتونه توی شــول