غرمو خوړلی مازدیګر دی چېرته  تږی  نشې
د جل وهنې لوی خطر دی چېرته تږی نشې

اوښکې څنډه . مه!  د پلو څنډوکې غوټه کړه لږ
په مخکې دښته او سفر دی چېرته تږی نشې


له لېمو ښکته د خولو په ډنډ دې شونډې کېږده
وخت درنه ځي د لارې سر دی چېرته تږی نشې

وږمه چلیږي د پیکي سیوری تت شوی نه دی
یو تنکی څاښت ختلی لمر دی چېرته تږی نشې

د غرونو لاره چنګه ونګه د جانان تر کلي
د پښتنو سپېره خیبر دی چېرته تږی نشې

په هر ګودر کې سنګرواله د زمزمو چینې
هم میکده او هم ساغر دی چېرته تږی نشې