په مونږه څومره چې وختونه تېر شول
هومره عبث میاشتې، کلونه تېر شول
دا به تقدیر وو که مو خپله ګناه
په ژوند مو څومره کړاوونه تېر شول؟
خلک ښه ژوند  ته  تر کیهانه  لاړل
ز موږعبث ټول فرصتونه تېر شول
دغه حالاتو په موږ څه ونکړل ؟
زموږ  روزګار کې  ټول  غمونه  تېر  شول
یوه لحظه ارام مو ونه لیدو
څه ناکراره مو فکرونه  تېر شول
خپلو مینځو کې جنګوي افغانان
څومره وحشت څومره ظلمونه تېر شول
ګډ شوو په ډول د اجنبی رنګ په رنګ
څه بې وقاره حیثیتونه  تېر شول
هسکه شمله مو دنیکو شوه ټیټه
د پردو رسم  او  رواجو نه  تېر شول
دا بې فرهنګه د فرهنګ تر نامه
زموږ د کلتور اود  دودو نه  تیر شول
د ا د تاریخ او افغانیت  دښمنان
دوی مو لسټوڼي کې مارونه  تیر شول
افغاني نه رسي منزل ته هغوى
چې  د وطن او ولسو نه  تېر شول