له اوښکو سره حسن د ګرېوان په لاره نه ځي
له مونږ سره جانان هم د جانان په لاره نه ځي


د مینې په تودوخه د پتنګ وزرونه سوځي
له اور سره له وېرې بلبلان په لاره نه ځي


نسیمه که پلو له څڼو واخلې له ګل ستورو
سپوږمۍ پښه نیولې د اسمان په لاره نه ځي


د اوښکو په بڼو به پسرلی یوسم سوما ته
ځولۍ له ګیلو ډکه شوه ګلان په لاره نه ځي


خو نوره د ګیلو ژبه کړه ګونګه سنګرواله !
د اور په لاره چا سره یاران په لاره نه ځي