دميني جنګ و عاشقان جنګېدل
جنګ د با ڼو وو تور چشمان جنګېدل
عجيبه جنگ يې وو چې ومي ليدل
دتورې شپې په وخت پنهان جنگېدل
جنګ وو د مينې خو پرې پوه نشوم
چې دوى دڅه شي په ارمان جنګېدل
لکه چې باز کړي په کوتره غوټه
باور پرې وکړئ پدا شان جنګېدل
نه دټوپک او نه د کاڼو جنګ وو
ارام فايرونه وو مژګان جنګېدل
ما پکې وليدل (نيکمل)زخمي شو
په کومه ورځ چې دوه ياران جنګېدل
نیکمل ځاځی/ مزار شریف 
18.12.2008
- سيد شاه سقيم
زمونږ کلي ته راشه ارمانونه په سلګو دي
د خټو خاورو ډک مو دېوالونه په سلګو دي
ټکور به ورته څه شي اې طبیبه لېرې کېږه
په وار، وار ناسور شوي پرهرونه په سلګو دي
له خولې نه مو سندرې د خوښیو هېرې شوې
دزړو د پاسه ستړي فریادونه په سلګو دي
ژړا مو مېلمه شوې ده خندا ده کډ ېدلې
شلېدلي تار په تار مو ګرېوانونه په سلګو دي
په بڼ د پسرلیو مو نن حکم دخزان دي
د کلي کورمو سوي چنارونه په سلګو دي
ن...
25.12.2008
- سيد شاه سقيم
له اوښکو سره حسن د ګرېوان په لاره نه ځي له مونږ سره جانان هم د جانان په لاره نه ځي
د مینې په تودوخه د پتنګ وزرونه سوځي له اور سره له وېرې بلبلان په لاره نه ځي
نسیمه که پلو له څڼو واخلې له ګل ستوروسپوږمۍ پښه نیولې د اسمان په لاره نه ځي
د اوښکو په بڼو به پسرلی یوسم سو...