خونه دپښتون چې په كې لويه خدايه ړنګه ده
دا دنيا دې اورواخلي او دا دنيا بدرنګه ده
هلته پنجابۍ پېغله زموږ له خولو رنګ اخلي
دلته پښتنه پېغله ساده ګرځي ملنګه ده
ستا بچي خوشحال خټكه ستا په قدم نه لاړو
ستا دغزا توره تكه توره اوس له زنګه ده
څو به انقلاب وي او تر څو به ورور وژنه وي
دا جنتي خاوره اوس تبا تبا له جنګه ده

31.12.2008
- سيد شاه سقيم
سپرلي ولاړل له وطنههره خوا سپېره بادونهمړاوي مړاوي تږي تږيوچې شونډې دي ګلونهګلستان له اغزو ډک دیرژېدلي ارمانونهنه په لاس کې بنګړي ګورمنه پر زنه شنه خالونهد شپېلۍ غږونه ورک شولنه شرنګار نه پايزېبونهنه په پوزه کې چارګل شتهنه تر غاړې امېلونهنه رانجه لري په سترګونه يې سره سره دې لاسونهنه کاکل وينم د ځوانونه چپه چپه برېتونهپه ګودر نن د ځوانانودي جوړ شوي لوی قبرونه...
03.01.2009
- سيد شاه سقيم
يو څو يادونه په سينه پراته ديپر زړه مې غرونه همېشه پراته دي
زما غمونه انتها نه لريدژوند زخمونه دي تازه پراته دي
خيال مې د ستا تصور ټينګ نيولیدواړه په خوب يوه شېبه پراته دي
جفا دې دومره سوځولی يم چېسکاره مې زړه کې سره لمبه پراته دي
تا پسې ګر...