وخت ته ژبه ورکړه چې لمحې راسره وژاړي
ربه! لمر ته ووایه چې شپې راسره وژاړي

نن خو دې ډبرو ته هم زړه ورکړه چې درد حس کړي
غواړمه چې غر ماتي اینې راسره وژاړي

نورنو دازل په تندي توره تنده نه منم
سیندمې کړه چې هرطغیان څپې راسره وژاړي

عشقه دومره ډیرمې دصنم سترګو کې مه اخښه
هسې نه چې مرم او بتکدې راسره وژاړي

کله چې مې روح ستاد دعا په غیږکې ولویږي
ګوندي چې هغلته دې لیمې راسره وژاړي

نن یې غضري لکه جرس د زګیرو ځوږ یمه
پریږدئ چې لوټ شوې قافلې راسره وژاړي