په هندوستان کښي د يوې ۷۰ کلنې مور او ۷۷ کلن پلار چې دوې لوڼې او پنځه لمسيان يې درلودل تېره شنبه په (05-07-2008) نېټه غبرګ لور او زوی پيدا سوه.  

دنوموړو دزوی زېږېدل یو خاص ارمان وو، ولي چې دوی او په هندوستان کښې ټولو میندو او پلرونو ته تر لوڼو زامن ورتېر دي او ددوی په نظر زوی تر لور ډېر څه کولاى شي .

اويا کلنه مور دخپل زوى په اړه داسي وایي:

'' موږ به دى په ښه توګه سره وروزو او زه اميد لرم چې دی خپل ژوند په ښه توګه سره ترسره او زموږ خدمت وکړي .''

په نړيوال ريکارډ کتاب کښي ديوې ۶۷ کلنې هسپانوۍ ښځې نوم نويشته دی چې دوه کاله مخکښې يې غبرګولي وزېږول خو له بده مرغه نوموړې اويا کلنه مېرمن دعمر سند نه لري ترڅو وکولاى شي دا ريکارډ مات کړي .

 

 

له لــــــــــــر او بــــــر څخه په مننه