زما د زړه د تيارې خونې څراغونه وژني
نا ترسه باد مي په كوڅه كې د يار پلونه وژني
بيا مي د زړه فاتح د خيال ټپي سنګر ته خېږي
بيا شپه پخه شوه تنهايي شوه ارمانونه وژني
زه چې مي حق پسې د ګام اخيستو فكر وكړم
په هغه شپه مي دښمن خوست او كنړونه وژني
شين سترګى يار مي په بخښنه سره ورور شهيد كړي
سپين مي مرۍ غوڅوي تور مي تاريخونه وژني
د شپې چوپتيا يې بيا په چيغو باڼه ورپول
هغه ظالم لكه چې بيا د چا يادونه وژني
ګرانې د خداى په روى د زنې خال دي ړنګ كړه زياته
دا سرخوړلى په سينو كې د چا زړونه وژني
سقيم يې تش په يوه نيمګړې وعده هم خوشحال شي
نه يې بنګړي ور ماتوي نه يې خالونه وژني

08.07.2008
- سيد شاه سقيم
له ږوب څخه د بوري په لور په موټر كې څو تنه ملګري ( بوريوال كاكړ ، مالك زهير، عبدالرشيد حقمل او عبدالكريم عامر ) را سره ناست وو.
له وخت څخه مي په ګټه اخيستلو ورڅخه د في البديهه (بېړنۍ ) مشاعرې غوښتنه وكړه . كور يې ودان ټولو راسره ومنله .او مشاعرې ته قاري جمال الدين مسافر دغه بيت وړاندې كړ .
...
10.07.2008
- سيد شاه سقيم
په هندوستان کښي د يوې ۷۰ کلنې مور او ۷۷ کلن پلار چې دوې لوڼې او پنځه لمسيان يې درلودل تېره شنبه په (05-07-2008) نېټه غبرګ لور او زوی پيدا سوه.
دنوموړو دزوی زېږېدل یو خاص ارمان وو، ولي چې دوی او په هندوستان کښې ټولو میندو او پلرونو ته تر لوڼو زامن ورتېر دي او ددوی په نظر زوی تر لور ډېر څه کولاى شي .
اويا کلنه مور دخپل زوى په اړه داسي وایي:...