له ږوب څخه د بوري په لور په موټر كې څو تنه ملګري ( بوريوال كاكړ ، مالك زهير، عبدالرشيد حقمل او عبدالكريم عامر ) را سره ناست وو.

له وخت څخه مي په ګټه اخيستلو ورڅخه د في البديهه (بېړنۍ ) مشاعرې غوښتنه وكړه . كور يې ودان ټولو راسره ومنله .او مشاعرې ته قاري جمال الدين مسافر دغه بيت وړاندې كړ .

 

مسافر
 
هر څوك لګيا دي زما په رنګه د جانان په لټون
فكر مي لوړ دى خود به خېږم د اسمان په لټون

عامر

له ځانه پس به د جهان او جانان غم كوومه
تر اوسه ګرځمه اشنايه د خپل ځان په لټون

حقمل


و هرې لوړې ته خته و هر شكي تې كتل
سترګې يې سرې وې غړېده د كوم ارمان په لټون

عامر

 
د پښتنو به ريښتيا غم كوو په نآرو نه شي
په عملي توګه درځۍ د يو ميدان په لټون

مسافر

ناهيله كښېناستم چې حال مي د ژوندون وليدى
ما وليدله زندګي وه د امكان په لټون

حقمل

قول مي كړى را مي نه ووړ ګلې ومه بخښه
بازار مه وكاتيه ټول ستا د پېزوان په لټون

سقيم

چې شپه پخه شي تنهايي شي يو ځانمرګى خيال مي
خيال ته راځي د پېغلو هيلو د كاروان په لټون

عامر

زه او جانان يو څنګ په څنګ مګر په پټه خوله يو
ويصاله ! ستا غلامي ښكاري د هجران په لټون

حقمل

پر شنه زوك په توره شپه ګرځي كوڅه پركوڅه
سر يې ببر په لوڅو پښو د ساړه نان په لټون

مسافر

داسې ځانګو غواړم چې امن او قرار وي پكښې
په ذات كې ورك يمه باداره د ګمان په لټون

زهير

غواړي د سر سلامتي دى د امكان په لټون
جرم يې كړى نه دى ګرځي د زندان په لټون

سقيم

چې خيال ته ورشم د ياد پاڼه مي دستي ونغاړي
خاورې ايرې مي شوه ځواني د هغه ګران په لټون

مسافر

مقابله د وخت په ډاګه د جذباتو كووم
دا تسلسل د زندګۍ دى يم روان په لټون

بوريوال

دا ستا چلند به مي توكري كړي نيمګړى وجود
بيا به مي ګرځې د زړګي د پاكستان په لټون

زهير

له هره چا كوي تپوس له هر سړي نه ګيلې
تندې اخيستې د سره لمر د ګلستان په لټون

مسافر

چې مو د سر دستار په سر شي باعزته پاتې
داسې به څوك وي چې به تل وي د افغان په لټون

عامر

د بل په كار كې مي د لاس تڼاكې نه لورېږي
زياته به درومو د هنر، علم ،عرفان په لټون

مسافر

د چا په كور شم مركه چاته ګووډى ونيسم ؟
دلته هر څوك زما په خلاف دي د جولان په لټون

مسافر

د تاندو اوښكو په سېلاب كې مي د سر خطر دى
هره ګړۍ راځي لېمو ته د درمان په لټون

--------------------------------------------------------

د تبصرو له در يڅې څخه

مامور شين ګل او وهاب

اوړه ګران شوي پور دکلي دوکاندار نه کوي
ټوپک په اخلم لار به نيسم د غيران په لټون

 

عبدالله شاه ژوندون

زما ارمانه ستا قاتل هغه دی بره ناست دی
بیا سترګې سرې سرې اړوي د کوم ارمان په لټونه

ها په سپين اس چې شملور پښتون زلمی رادرومي

------------------------------------------------


دوهم بیت خو یې تاسو جوړ کۍ یارانو ......... سقیمه وروره خوندور نوښت

 

ميرويس منصور

ستركې مي سرې رنګ مي زيړى ستړى ستومانه ښكارم
شپه مي بې خوبه تېره كړي دجانان په لټون

پښې مي تڼا كې شوې لاسونه لګوم په لار ځم
اوږ ده مزلونه كړم د ښكلو د كار وا ن په لټون

ها په سپين اس چې شملور پښتون زلمی رادرومي
توره په لاس ښكاري چي وي به د ايمان په لټوي

بې وطن

 

په دې وطن كې له افغانه پرته ټول ځاييږي
پيړۍ مې وشوې سرګردان يم دافغان په لټون

 

ګل اغا احمدي وردګ

 

حلق مې وچ شوی دی د ورکو څاڅکو لار لټوي
وریځو ته ژاړم، منګول پورته د آسمان په لټون


ماته فلک د ژوندون داسې شاړه برخه راکړه
چې تور او سپین را څخه هیر دي د زمان په لټون


زه یې د غم په سوداګرو یم ارزان پلورلی
خلاصونه تاته مې سلام دی د ارمان په لټون


زما دوسیه یې د مرګي قاضي ته بیا ور وړې
ژوندونه راشه زه دې غواړم د سبحان په لټون


د امتحان لومې را تاو شوې له تنکیو زلفو
امید په وچو شونډو ګام کیښود د ګران په لټون


مرګ دې په مرګ وي په نړۍ کې یې یو زه لیدلی
رڼا مې خوښه ده سبا یم د انسان په لټون

مخلص

ها په سپين اس چې شملور پښتون زلمی رادرومي
داسې ښکاریږي چې ور درومي د درمان په لټون


دا د غفلت خوبونو هرڅه ترې تالا والا کړل
ورستي فر صت کې رسوي ځان د امکان په لټون

که نور یوه لحظه غفلت د خوبه پا نڅېدى!!
بيا تمه مه کړئ د وطن یا د افغان په لټون

بیا به ا فغان وي تل غلام د پنجابي دال خورو
یا به سوالګر وي د اخوند د دستر خوان په لټون

مسافر 

زمونږ لعلونو دپاریس پېغلو ته حال ویلی
ندي راغلي دافغان ګټې تاوان په لټون