خپل وطن مو وران شو شومحتاجه دپردي وطن
خوږ دى خلکو خوږ دی د پلرو او د نیکو وطن

دلته مجبوري ده هر قدم کې تکلیفونه دي
دلته بي وسي ده هرې خوا ته پیغورونه دي


بل غوندې قانون دى مایوسي ده زحمتونه دي
هر قدم پردی دی راته ښکاري د میرو وطن

خوږ دی خلکو خوږ دی دپلر او دنیکو وطن

څه خو په وطن کې ډیر بې شمیره شهیدان شول
ډیر نور د ابرو خلک بې کوره بې کاروان شول

څوک بیا په پردي وطن کې پاتې په بیابان شول
دا نسل لا پریږده چې مو وران شو دلمسو وطن

خوږ دی خلکو خوږ دی دپلر او دنیکو وطن

څومره شو بېقدره په بل ملک کې چې اوسېږو
دلته هر قدم کې د افغان په نوم زوریږو

ټول عیب په نفاق کې دی په دې هم نه پوهیږو
وران شو د شملو وطن د کلو او بانډو وطن

خوږ دی خلکو خوږ دی د پلرو او د نیکو وطن

راشـئ خوږو ورڼو سره یو شو د افغان په نوم
څو به دا نفاق وي چې بېلېږو این او ان په نوم

لاس د ورورۍ ورکړو داخلاص او د ایمان په نوم
جوړ کړو افغاني وطن د سولي او جرګو وطن

خوږ دی خلکو خوږ دی دپلرو او دنیکو وطن