زړه مې ستا په سترګو کې ياره اوسېدل غواړي
لار لټۍ ګرېوان ته ستا اوښکې څڅېدل غواړي


دا د طبيعت ګلان ستا ترجماني کوي
ستا تصويرولو ته ټول يو ځای کېدل غواړي


څو ډيوو د زړه په وينو روڼ زموږ ماښام کړ
لمر وزېږېد وړانګې يې خپله خورېدل غواړي


ماتې اينې د خيال بيا پيوندوم ورو ورو
غشي پرې راوله بيا زړه خړوبول غواړي