نه رسو منزل ته نیمه لار کې پاته شوي یو
ګوره چې روزګار څه په پیچومو خېژولي یو

څو به دې نا خوالو سره لاس او په ګرېوان یو
دې حالات او وضعې نور تر پوزې راوستلي یو

پوه یو موږ په دې چې دا خپل لاس وي دګلونو لاس
موږخو همیشه خپلې راستۍ را پرزولي یو

ناست یو نیمه لار کې د منزل د رسیدو په هوډ
تل موږ د روزګارر په هرقدم کې ځوریدلي یو

مینه دوطن د ابادۍ لرو په زړونو کې
ښه طاقت د کار لرو بېکاره پاته شوي یو

پام چې افغاني تر خولې نه اه قدري ونه باسې
ځکه بې انصافو په کچه تلې تللي یو