كړى مو دى په سرو لمرو تر دې مكانه سفر

څومره لا نور مي دى په مخ وايه اسمانه سفر

چا را ته وويل چې ده لار له رقيبانو ډكه

سبا كووم د غشو مينځ كې تر جانانه سفر

زما د خيال وزر زخمي شول الوتلى نه شي

درځه چې پرېږدو نور به نه كوو ارمانه سفر

د هر چا پښې دي ماتې شوې شرمنده تللي دي

چا چې راكړى تر دې كوره بدګمانه سفر

ته د شيدا د ګلو باغ كې په شپو شپو ويده شي

په بله خوا خو هم كوه كله خزانه ! سفر