دلبره زه چې ستا رضا نیسمه

په هر قدم کې مي ګناه نیسمه

دا چې شلېدلی ګرېوان ګرځمه زه

ځان د مجنون دګور ترخوا نیسمه

پدې ساده ذاهد مي نه شي باور

دین د کعبې د در پیشوا نیسمه

پرې نه پوهېږمه چې کوم لوري ځم

کله دنیا کله عقبا نیسمه

په بازاري مینه غلط چې نشم

دود د یوسف او ذلیخا نیسمه

چې مي باور د خوږ اشنا شي حاصل

دمینې لار یې په ریښتیا نیسمه

افغاني پرېږده دقسمت خبرې

د همت لار به خامخا نیسمه