نن يې كاږه وا ږه كتل ، لكه څه چل غوندي دى
د يار خبرې پردۍ شوي حال يې بل غوندي دى


نن مي خيالي خيال ارمانونه راځړېږي په دار
شايد زړګيه چې يې دا وروستى مورچل غوندې دى


سترګې مو روغې دي لار وينو خو دا ښكلي ورك دي
ګومان كووم چې ددې ښار امير څه غل غوندې دى

 
خياله !منزل ته مزلونه دومره مه زياتوه
چې مزل ستړى او جانان د اينځر ګل غوندې دى


وزيره ! مه راوړه نكريزي خوشحالي چرته ده ؟
زمونږ اختر د غم له ورځو سره مل غوندې دى