په غزل كې هغه صحنه انځور شوې د شاعر په وينا په هغې كې  ۳۷ كسه بې ګناه هېوادوال شهيدان وو .چي په ځوانانو برسېره  پنځه ماشومان څلور ښځې اوپنځه سپين ږيري هم پكې شامل وو . 

 

 

نېمه شپه توره تياره تورې بلاوې ګرځېدلې
ماشومانو او تورسرو مو نارې سورې وهلې

 
د بلاوو تور بچي زموږ په كلي را داخل شول
پېغلې نجونې او زړې مو په غارو كې پټېدلې

 
شيرخوارانو موله چيغو ټوله سيمه وه اخستې
د بلا تورې پنجې يې په مغزو كي چلېدلې


د فرعون اولادې مو د كاله ټېكه اخيستې
فاحشې نجونې د كلي امنيت ته وې راغلې


ماشيندارو چې يې خوله په ماشومانو كړله ښخه
ددرياب غوندې سرې وينې له كورو راووتلې

داخوپرېږده چې بوډا بابا مي پروت په زنكدن وو
ظالمانو پرې له پاسه سرې سكروټي غورځولې


هغه ناوې چي پرون را واده شوې وه پرته وه
خارجي چاړې يې سپينه نرۍ غاړه وه شلولې

په زانګو كې يو ماشوم وو په اوږده خوب ويده شوى
توره شپه كي په سېنه باندي مرمۍ يې وه خوړلې

هغه ښكلې اووه كلن هلك مې نه هېرېږي خدايه !
وه وحشيانو سپو يې ټوله ككرۍ ورنه داړلې