دا مو د خاپوړو کلی کور دی
دا مو د نیکو د توری زور دی
ورک به شي غلیم چې مخ یې تور دی

سر به ترې قربان کړو د بدن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره


دا وطن په موږ باندې ډېر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی

لوړ چې په هوا کې یې بازان ګرځي
هلته په ځنګلو کې یې زمریان ګرځې
جوړ په سردرو کې یې طوطیان ګرځې

مست یې بلبلان د باغ او بڼ سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندې ډېر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی


دا وطن خوشحال غوندې بچیان لري
دلته کې نازو انا لمسیان لري
لوی احمد شاه ستر نوم په جهان لري

ساتو به یې شاړې د چمن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی

وګورئ هرات دی که لغمان
یا که ننګرهار دی که جوزجان
پورته قطغن که بدخشان

غرونه یې ښه ښکاري دمعدن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندې ډیر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی

وایې هریرود اوبه خوږې لري
سیند د ارغنداب جګې څپې لري
ګوره د کنړ سیند څه نخرې لري

جوړې ترې ویالې دي د سربند سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندې ډېر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی


دا وطن زموږه افتخار دی
دې کې مو عزمت دنیکه پلار دی
دا د افغاني کلتور یادګار دی


لاس په ګرېوان ګرځو له دشمن سره
مینه موږ لرو د خپل وطن سره

دا وطن په موږ باندې ډېر ګران دی
دا زموږه خوږ افغانستان دی