ما خپلې اوښكې له هيڅ اوره سپمولې نه دي
دا راته مه وايه چې تا پر ما ژړلي نه دي
ما چې به ډېرې تويولې ستا نرۍ غاړې ته
تا هغه اوښكې تر دا اوسه لا پېيلي نه دي
لمره! ناځوانه زموږ پرخه زړونه تا ويلي كړل
په زړونو بار ګلانو زړونه رژولي نه دي
د لور او لو پر ځاى څېرونكې چاړې ګېډې څيري
تا د ترنك پر غاړه تور لونګ كرلي نه دي
د وخت پېغلوټې بې هارونه څنګه غاړو ته كړي
په وينو سره غمي چې تا ورته مينځلي نه دي