
منتخب ولسمشر صاحب !
خبر شوې ، که دکوم مصلحت له مخې دا خبر هم درنه چا پټ کړ ؟
هاغه بله ورځ د پاکستان له خاورې په خوست توغندي و اورېدل ، په دغه بريد کې د يوې کورنۍ درې تنکي ماشومان شهيدان شول .
هغوى ته خپلې بېوزلې کورنۍ په څه خوارۍ خواړه چمتو کړي وو ، خو لا يې وږې ګېډې مړې شوې نه وې چې توغندى  پرې ولګېد او وږي تږي روان شول .
 کرزى صاحب !  دا د يوه تريخ واقعيت په توګه ومنه .
 تاسو او ستاسو د حکومت ځينې چارواکي په احساساتو چلېږي ، له خپل وس نه لوړې خبرې کوي خو ددغو خبرو په تاو کې   ؛ يواځې  بې دفاع ولس سوځي .
 کرزي صاحب ! په ياد مو دي  ؟ 
يواځې يوه اونۍ وړاندې تاسو د ارګ په ماڼۍ کې چې وسلوال ساتونکي درنه چاپېر ولاړ وو ، يو جرئت وکړ .
 پاکستان مو  وګواښه او په ښکاره مو  وويل چې حق لرئ  په هغه ملک کې ترهګر په نښه کړئ !
 شايد دغه ګواښ دې د احساساتو له مخې و او يادې موخه د خلکو په مرورو زړونو کې ځان ته ځاى پيداکول و  او يا هم شايد ... !
 ستاسو دغه خبرې ډېرې  نوې نه وې ، ځکه تاسو مخکې هم يوه ورځ د ولس په استازيتوب ويلي و : (  چون به ميدان امدى ميدانى ام )
خونه ميدان ته ولاړو  او نه مو  ( افغاني غيرت )  نندارې ته وړاندې کړ .
خو دا زموږ او ستا  ستونزه نه ده ، ځکه اوس پخوانى وخت نه دى ، د جګړې لپاره يواځې احساسات کافي نه دي ، امکانات هم غواړي .
 خو زموږ  جهادي مشرانو زموږ امکانات چې له سره پوځ څخه سرښندونکو  مجاهدينو د سرونو په قيمت ترلاسه کړي وو ، د ګاونډيانو،  په ځانګړې توګه د پاکستان په لاس کې ورکړل او په خپله مو خپل دښمن لاپسې پياوړى کړ .
اوس هم ولس ستاسو په حکومت کې  د اداري فساد د ښامارانو له لاسه خپل امکانات له لاسه ورکوي  .
 کرزى صاحب !
که رښتيا هم دې په ملت زړه سوځي او د دغه ولس رايو ته چې تاسو يې د ولسمشرۍ تر څوکۍ ورسولئ ، درناوى لرې پرې ورحمېږه  .
ستا ولس کې ساه نشته ، ګرځنده جسدونه دي ، خو لايې هم ښاماران وچو هډوکو ته غاښونه چيچي .
 کرزى صاحب !
 موږ پوهېږو ، د هيچا د مقابلې وس نه لرو ، حتې د ژوند د تېرولو وس مو هم بايللى .
وامو نه ورېدل ؟  يواځې سږ کال څوميندو خپل تنکي بچيان د ولږې له امله وپلورل ، تر دې زيات فقر شته ؟
 ولسمشر صاحب !
 ستا د احساساتي خبرو ځواب ، پاکستان په توغنديو ورکړ خو زموږ په زړونو کې يواځې د کسات لنبې تاويږي او را تاويږي .
موږ بې وسه يوو ، پرموږ هرڅوک د خپل غضب لنبې سړوي ، بهرنيان مو له الوتکو ولي ، پاکستانيان مو په توغنديو ولي ، ايرانيان مو له څو منزله تعميرونه ستړي مزدوران را ګوزاروي ، څوک مو سرونه پرې کوي او ...
جناب کرزى صاحب !
 د رعيت د يوه استازي په توګه ، مې  دا يوه خبره واوره !
 موږ په جګړه کې پيدا شوو ، په جګړه کې لوى شوو او دادى په جګړه کې وژل کېږو .
موږ د ځان لپاره هيڅ نه غواړو ، په موږ وخت تېر دى شايد منځنى عمر هم پوره نه کړو .
 خو راتلونکى نسل باندې زړه سوى په کار دى ، بهترين جهاد او زړه خوږ والى به همداوي چې له ادارو د فساد جرړې وويستل شي ، ځکه  تر څو دا فساد روان وي ، دغه خوار ولس به د څو کسانو د هوسونو قرباني وي .
هميشه به دومره خوار او بې وسه وي چې ګاونډيان به يې د تشو خبرو ځوابونه په توغنديو ورکوي او دوى به يواځې د خپلو اولادونو ټوټه _ ټوټه جسدونو ته اوښکې تويوي .
له لـــــــــــر او بــــــــــــــــر څخه په مننه
 
 
						