زړه ته کله کله راشي مایوسي
خفه کیږو د نااهلو په دوستي
که له یوخوا مو هجران زړګی کباب کړ
بیا د بلې خوا دى غم د بې وسي
عاقبت به مو وکوم لوري ته بیایي ؟
چې رټلی ګڼو ژوند د سالوسي
د خوارانو سره خوار یو موږ په تبعه
د خانانو دود موځانله لمسوي
موږ چې وګورو د ماتو زړونو خلک
پرې ځورېږو ډېر بېحده په راستي
چې د عدل په بازار کله ور ګډ شو
د سرو، سپینو فرق یې وینو سم دستي
موږ په مینه د اشنا هسې صادق یو
چې مجنون ورته عاجز دی په دوستي
افغاني چې دکوم چا په مینه سوزي
د هغه نګار په مینه کړي مستي