راليږونکی :Ghazniwal Kharotai
د راليږونکي پته :ghazniwal@yahoo.com
نوم او نښان يې بېرته ورك كړې پر جهان څښتنه!
د غم په تورو لوګو تور كړې پاكستان څښتنه!
ترڅو به داسې دى ودان وي د پښتون په مټو ؟
ټوټې يې كړې چې پوره مو شي ارمان څښتنه!
زمونږ د ټولو دښمنان دي له يوه پلوه
كه يې شيخان كه طالبان كې ملايان څښتنه !
ځانته بنګلې ځانته چكلې او ميخانې خوښووي
خو مونږه تش په توره بولي كافران څښتنه!
چې د افغان ملت په غوښو يې كړې داړې خښې
دا انسان دي او كه واړه دې لېوان څښتنه!
په حق به سترګې پټوي دا بې شرف تر كومه ؟
نه يې غيرت شته نه يې چا وليد ايمان څښتنه !
څوك يې خطا كړل په اسلام څوك د دولت په نامه
دا پښتانه يې هم د ځان كړل غلامان څښتنه !
د نړۍ خلكو هم پرې دغه تجربه كړې ده
په شيطانت كيې شرمولى دى شيطان څښتنه !
د پك نواز او حميد ګل او آن د هر يو جابر
په كور يې غواړو زلزله او يا طوفان څښتنه !