ما د خیالونو د باغچو ښاپېرۍ
دهوسونو د دنیا ناوکۍ
په سمه ورځ او په رڼا ولیده
ما یوه ښکلې تماشا ولیده
زه د حسنو مېلمه شوم
د ښاپېرو مېلمه شوم
هلته زه پوه شوم په دې
چه دخوندونو او خیالونو دنیا
د هوسونو دنیا
درڼا ورځې د خوندونو سره
خوږو وختونو سره
تعبیر په څه انداز دی؟
توپیر په څه انداز دی؟
24.06.2008
- سيد شاه سقيم
خاطرې دي چې پر زړه زما را اوريخوار قسمت می ژړوي په هر یو لوري
زه پوهیږم زړه یې مینې ته نن شوىچې یې مخ پټ کړو له شرمه نه راګوري
څوک چې ومري دهغه هر څه شي محوهخو شاعر پرېږدي رنګین دغزل توري
که مي وس وو چې پښتو ته مي سپک ګوريکړم حساب به په هغو داسمان ستوري...
24.06.2008
- سيد شاه سقيم
...