خاطرې دي چې پر زړه زما را اوري
خوار قسمت می ژړوي په هر یو لوري

زه پوهیږم زړه یې مینې ته نن شوى
چې یې مخ پټ کړو له شرمه نه راګوري

څوک چې ومري دهغه هر څه شي محوه
خو شاعر پرېږدي رنګین دغزل توري


که مي وس وو چې پښتو ته مي سپک ګوري
کړم حساب به په هغو داسمان ستوري

عمري سپیني خبري چې کړای نه شې
یې پاګل ورځه له مخه مي شه دوري