دلبره! زه چې ستا رضا نیسمه
په هر قدم کې مې ګناه نیسمه

دا چې شلیدلی ګرېوان ګرځمه زه
ځان د مجنون دګور ترخوا نیسمه

پدې ساده ذاهد مي نه شي باور
دین دکعبې د در پیشوا نیسمه

پرې نه پوهږمه چې کوم لوري ځم
کله دنیا کله عقبا نیسمه

په بازاري مینه غلط چې نشم
دود د یوسف او زلیخا نیسمه

چې مي باور د خوږ اشنا شي حاصل
دمینی لار یې په ریښتیا نیسمه

افغاني! پرېږده دقسمت خبرې
د همت لار به خامخا نیسمه