تا عادت کړى چې ما په تیګو ولې
هم ګهیځ او هم بیګاه په تیګو وُلې
زما مینه دي هوس وانګیرله
ځکه خپله خپل اشنا په تیګو ولې
په اغیار باندې دې هسې باور وکړو
چې خپل سیورى لکه ما په تیګو وُلې
ما دې زلفو له ګلونه وو راوړي
ته ګلونه برالا په تیګو ولې
ستا له کلي کوره لاړمه کډوال شوم
لا مې اوس هم دهر چا په تیګو ولې
چې ویشتل کوي خپل ښکار پورته کوه بیا
ټه ټپي زړونه بیابیا په تېګو ولې
ما سنګسار کړه خومخ مه اړوه محبوبې
خدمتګار که دې رښتیا په تیګو ولې