ایښی مي قدم په لېرې لار دى بیا
ځمه اخر ګام پورې رسېږمه

دا لاره اوږده ډک له خطره ده
بیا به خپل مقام پورې رسیږمه

عزم مي قوي اراده ټینګه ده
خود به خپل ارمان پورې رسیږمه

سر مي قرباني ته لمسولی دی
یا به خپل مرام پورې رسیږمه

ژوند سړې تودې راته ښودلې دي
اوس به د جانان پورې رسیږمه

پوهه شجاعت قوي تصمیم سره
چین دی یا که شام پورې رسیږمه

رب که مې همت سره ملګری شي
پورته تر کیهان پورې رسیږمه

ګوره افغاني! پاک ارمانو سره
خود به سر انجام پورې رسیږمه