څنګه نيمګړى ارمان لاړم ستا له دره څخه
حال مي په چيفو چيغو ژاړم ستا له دره څخه
زخمي زړګي ته به په خپله تسلي وركووم
نور د اميد كمبلې نغاړم ستا له دره څخه
كچكول د سترګو مې نيولى يم ملنګ درپسې
ليږ د ديدن خيرونه غواړم ستا له دره څخه
راسره يو ګام د وفا دي اوچت كړى نه دى
اشنا سحر به په څه وياړم ستا له دره څخه
05.06.2008
- سيد شاه سقيم
&...
07.06.2008
- سيد شاه سقيم
دغې سكاټلېنډۍ مېرمن چې درې دېرش كاله عمر لري په خپل يو بې ساري كار خپل نوم د نړۍ د ريكارډونو په كتاب كې ثبت كړ .
ويل كېږي چې مېرمن الين ډېويډسن بدن پنځه زره نهه سوه او شل ځايه سورۍ ده .
هغې په هر سوري كې ډول ډول چلې او د سينګار نور وسايل راځوړند كړي دي .
تر ټولو جالبه خو يې لا داده چې د مېرمن ډې...