دغې سكاټلېنډۍ مېرمن چې درې دېرش كاله عمر لري په خپل يو بې ساري كار خپل نوم د نړۍ د ريكارډونو په كتاب كې ثبت كړ .
ويل كېږي چې مېرمن الين ډېويډسن بدن پنځه زره نهه سوه او شل ځايه سورۍ ده .
هغې په هر سوري كې ډول ډول چلې او د سينګار نور وسايل راځوړند كړي دي .
تر ټولو جالبه خو يې لا داده چې د مېرمن ډېويډ سن ژبه هم څوارلس ځايه سورۍ ده چې په هر سوري كې يې خاصې مرۍ پېيل شوې دي
05.06.2008
- سيد شاه سقيم
څنګه نيمګړى ارمان لاړم ستا له دره څخه حال مي په چيفو چيغو ژاړم ستا له دره څخه
زخمي زړګي ته به په خپله تسلي وركووم نور د اميد كمبلې نغاړم ستا له دره څخه
كچكول د سترګو مې نيولى يم ملنګ درپسېليږ د ديدن خيرونه غواړم ستا له دره څخه
راسره يو ګام د وفا دي اوچت كړى نه دى اشنا...
07.06.2008
- سيد شاه سقيم
د هندي پوليسو يو تن موټر چلوونكى چې شايلندر اروي نومېده ددې د پاره د خپل سر په وېښتانو رېل ګاډى كش كړ چې خپل نوم د نړۍ د ريكارډونو په كتاب كې ثبت كړي
ايسكا نيوز خبري اژانس ليكي چې :
شايلندر اروي د ارجلينګ په نامه د هندوستان يو رېل گاډى چې ددغه هېواد له لرغونو رېل ګاډيو څخه دى په اجاره واخيست .چې له دې لارې نړيوال شهرت وم...