د هندي پوليسو يو تن موټر چلوونكى چې شايلندر اروي نومېده ددې د پاره د خپل سر په وېښتانو رېل ګاډى كش كړ چې خپل نوم د نړۍ د ريكارډونو په كتاب كې ثبت كړي
ايسكا نيوز خبري اژانس ليكي چې :
شايلندر اروي د ارجلينګ په نامه د هندوستان يو رېل گاډى چې ددغه هېواد له لرغونو رېل ګاډيو څخه دى په اجاره واخيست .
چې له دې لارې نړيوال شهرت ومومي .
هغه د ځنځير يو سر په رېل گاډي او درې نور د خپل سر په وېښتانو پسې وتړل .
او د زرګزنز نندارچيانو په وړاندې يې د لس متره په اوږدوالي كش كړ .
شايلندر اروي وايي :
دى هره ورځ خپل وېښتان په خردل نومي غوړو غوړوي .
چې ريښې يې لا نورې هم ټينګې او پياوړې شي .
شايلندر اروي زياتوي چې :
ما غوښتل رېل ګاډى د درې سوه مترو په اوږدوالي كش كړم .
خو مامورينو ځكه اجازه را نه كړه چې ويل يې دا كار دي روغتيا ته زيان رسوي .
ده وويل :
زه غواړم په نږدې راتلونكې كې پر خپلو وېښتانو له چورلكې څخه ځان را ځوړند كړم .
د يادوونې وړ ده چې د هندي پوليسو دغه موټر چلوونكي يو وخت د خپلو وېښتانو په وسيله ملي بس او ټېلر ډوله موټر چې د بار وړنكو موټرونو تر ټولو لوى موټر دى هم كش كړي وو .