وايي چې يوه ورځ ملک صاحب په حجره کښې ناست وو د مېلمنو سره يې قيصې او مرکې کولې او يوه پښه يي په بله اړولې وه چې يو ملنګ راغلى او د ملک صيب نه يې څه خير وغوښته او ورته يې وويل چې ما سره مرسته وکړه خداي دي وبخښه .
ملک صيب ورته وويل چې:
ښه ده ملنګه پيسې به درکړم خو په يو شرط هغه دا چه زه به پخپله ږيره کې لاس ووهم چه څومره ويښتان مي په لاس كې راوختل نو د همدومره پيسو مرسته به در سره وکړم.
ملنګ چې بله چاره يي نه درلوده وو يې ويل چې ښه ملک صيب څنګه چې ستاسو خوښه وي .
نو ملک صيب په ډېر غرور او تکبر دخپلي ږيري مباركې لاندې او باندې لاس تېر کړ خو هيڅ هم په لاس ورنه غلل نو ملنګ ته يي وويل چې:
ملنګه ما خو خپل کو ښښ وکړ خو ستا قسمت او نصيب خراب دي .
ملنګ ورته مخ واړاوو او ويې ويل چې ملک صيب زما قسمت خراب نه دى خو افسوس چې لاس زما او ږيره ستا واى.
(نو به مي ستا مخ لکه د سور رومي اړولى واى )