نن مې په لیموکې ستا رنګونه غړول غواړي
زړه لکه چې بیرته لیونتوب ته ستنېدل غواړي
یو ارمان دبل په پرکیدو کې رانه قتل کړي
وخت لکه چې ما خپله خندا کې ژړول غواړي
بخته! چې جنون دې په رګو کې راته وکاره
اوس خو پیوندونه له حالاتو نه شلېدل غواړي
جرم دی کنه دی دممبرښاغلیه! سپین وایه
خیال مې دجانان شونډې ګناه ته لمسول غواړي
شیخه دکعبې په نوم یې نه منم ویریږه مه
تله مې بوتکدې ته دیو چا دزړه تسل غواړي
سمه دې دروح کاسه له ګونګو زګیرو ډکه کړي
څوک چې داحساس په ښیښه مینه پنځول غواړي
بیادې غضري سترګې له ستوریو ولې نه خېږي
څوک دی چې له تانه په دې نیمه شپه غزل غواړي