
يو سړي خپل ملګري ته شكايت كاوه چې ښځه يې ورڅخه هر وخت خفه وي.
ملګري يې ورته وويل چې :
كه ښځه هر څومره خفه هم وي چې صفت يې وكړې خوشحاليږي نن ماښام يې چې هر څه پاخه كړي وو صفت يې وكړه .
نو هغه سړي چې كله لومړۍ مړۍ وكړه نو ښځې ته يې وويل:
(( يره ښځې ډېر خوندور خواړه دې پاخه كړي دي))
ښځې يې ډوډۍ پرېښوده او په ژړا يې پيل وكړ .
مېړه يې ترې وپوښتل چې ولې ژاړې؟
هغې ورته وويل:
(( تا نو كله زما د كوم كار صفت كړى دى))
مېړه يې وويل :
(( ستا د كتغ خو مې همدا اوس صفت وكړ))
ښځې يي وويل:
(( دا خو ما له هوټل څخه راوړي دي )
04.06.2008
- سيد شاه سقيم
وايي چې يوه ورځ يو چرسي سړي خپله غوا دخرڅولو لپاره ګنج ته روانه کړې وه.
په لاره کې ورته يو بل چرسي په مخه ورغلى او ورنه يي پوښتنه وکړه:
چې داخر په څو پلوري؟؟؟
چرسي ورته وويل :
ړوند خو به نه يې ؟
ګو رې...
05.06.2008
- سيد شاه سقيم
څنګه نيمګړى ارمان لاړم ستا له دره څخه حال مي په چيفو چيغو ژاړم ستا له دره څخه
زخمي زړګي ته به په خپله تسلي وركووم نور د اميد كمبلې نغاړم ستا له دره څخه
كچكول د سترګو مې نيولى يم ملنګ درپسېليږ د ديدن خيرونه غواړم ستا له دره څخه
راسره يو ګام د وفا دي اوچت كړى نه دى اشنا...