ډېوې نا هيلې شوې د هيلو تر مزاره نه ځي
بورا په پرې وزرو پروت دى تر ګلزاره نه ځي
زما په خوله اوس لېوني هم لا باور نه كوي
هر څو بغارې كه وهمه تر هوښياره نه ځي
هم مې ګناه هم مې قصور كړى مجرم يمه زه
نا مرده غاړه سرزوري كوي تر داره نه ځي
د ګران وطن د سوځېدو يې هلې ځلې وكړې
د اور لمبې به يې نو ولې تر اغياره نه ځي ؟
تا به ضرور وي ځورولى چې منكر شو درنه
ماشوم زړګى مي نور له تا سره پر لاره نه ځي
ته به يې بولې مسيحا خو پرې تېر وتى يې ډېر
حقمله لاس يې ستا تر زخم او پرهاره نه ځي .
02.06.2008
- سيد شاه سقيم
نور مو زهينونو كې ورسته شوه دپرهارفلسفهوخته لیوال یې یوو که راوړې څه دکار فلسفه
پریږدئ چې وتښتي له موږ دلیونتوب سندرهګوندي بدله شي له دې سره د دارفلسفه
حسنه! رڼې ایندارې مه راوړه قتلېږي په کې دلته په ښکلیو تحمیلیږي دسنګسار فلسفه
سترګې دې جارشم زماد روح پاڼې عبث لټوې...
03.06.2008
- سيد شاه سقيم
وايي چې دوه ملګري وو يو پکې چرسي وو.
يوه ورځ طاليبانو ونيول چرسي ته يی وويل چې :
چرس راووبا سه .
چرسي ورته وويل چې چرس خو را سره نشته.
طاليب ورته وويل چې : زه درته وايم چې چرس را وباسه.
چرسي بيا ورته وويل چې : په والله که چرس...