وايي چې دوه ملګري وو يو پکې چرسي وو.
يوه ورځ طاليبانو ونيول چرسي ته يی وويل چې :
چرس راووبا سه .
چرسي ورته وويل چې چرس خو را سره نشته.
طاليب ورته وويل چې : زه درته وايم چې چرس را وباسه.
چرسي بيا ورته وويل چې : په والله که چرس راسره وي.
طاليبانو يې په قسم باور وكړ او پرې يې ښود .
چرسي او ملګرى يې چي يو څه مخته لاړل نو ملګري يې ورته وويل چې:
تا سره خو چرس شته تا څنګه ورته قسم وكړ چې نشته له خدايه نه ډارېږې ؟
چرسي ورته ووېل :چې قسم مي ځکه ورته وکړ چې الله مي وروسته وهي
خو طاليبانو سمد لاسه وهلم .