نور مو زهينونو كې ورسته شوه دپرهارفلسفه
وخته لیوال یې یوو که راوړې څه دکار فلسفه
پریږدئ چې وتښتي له موږ دلیونتوب سندره
ګوندي بدله شي له دې سره د دارفلسفه
حسنه! رڼې ایندارې مه راوړه قتلېږي په کې
دلته په ښکلیو تحمیلیږي دسنګسار فلسفه
سترګې دې جارشم زماد روح پاڼې عبث لټوې
په دې ویجاړکتاب کې نه شته دقرار فلسفه
بخته لانورڅومره دیار دشونډوخم ته صبر؟
درنه وږده شوله بیخي دانتظارفلسفه
کاشکي یوڅوک دنړۍ ټول ښکلي مجبورکړي دېته
چې نور تکرار نه کړي مین ته دانکار فلسفه
په سرو سکروټو کې هم زړه ته دګل نښې ښیې
چیرې دې لوستې غضري دسره انګار فلسفه؟