زړه مي راته وايي چې جانان ته غزل وليكه
تكو تورو سترګو او پېزوان ته غزل وليكه
 
شونډې يې په تـــــــــــــــــورو كې را ونغاړه ګلاب يې كړه
سترګې يې زما په كور كې خښې كړه كباب يې كړه

زه هم را ولاړ شمه هغه ګړۍ قلم واخلم
تكو سرو لاسونو او شونډانو ته يې ځير شمه

كله چې قلم په كاغذ ونيسم كه ګورمه
يو خوا ببر سري يتيمان وي بلخوا كوڼدې وي
 
ټولې مي د زړه په كنډواله كور باندې را پنډې وي
بل خوا ته بېوزلي غريبان نېغ را ته ودري

هلته د وطن دښمنان خاندي په كټ كټ باندې
ټول پښتون وطن په وينو سور لكه لاله وينم
 
اوس دي نو زړګيه څنګه خوښه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


شونډې د جانان ستايل به څنګه وي ؟؟؟؟

 

حال د محبت ليكل به څنګه وي ؟؟؟؟؟


اوس نو را ته ووايه چې كوم يو اول وستايم ؟؟؟؟؟

 

مينه ضروري ده كه په غم د وطن وژام ؟؟؟؟؟

مينه ضروري ده كه په غم د وطن وژام ؟؟؟؟؟

؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟