چې خبر شومه په مرګ دځوان ننګیال
شوم غمګینه زړه خفه شو بې مجال

د احساس تاثیر په قلب د هر شاعر وي
ستا وه ښکلې مرتبه د نازک خیال

د وطن ورانی هر چاته بې هیڅ نه وي
څوک په سره مرمۍ شهید شی څوک په چال

دردونکې جنازه ډک له احساسه
خښوي د وطن زوی دی بې مثال

تر ابده به وي ملاست په تفکر کې
دا زموږ د زړه همراز اسحاق ننګیال

ستا په مغز او تفکر کې اوس باقي دي
هغه شعر هغه نثر هغه خیال

پیرزو مشه داسې مرګ د چا دښمن ته
چه وطن یې ورته خوږ وي په هر حال

رب دي تاته جنتونه در نصیب کړي
مرتبه دي تل بلنده د کمال

افغاني وطن تمام مرګی مرګی شو
بیا داغداره شو زړګی دي په ننګیال