قاضي تا دا فيصله هم د ځان په ونډه وكړه
په ما دي خپل ورور كړ شهيد او تا يې كونډه وكړه
ما خو ليدې كښته مي وكتل خجله شومه
چې له ميدانه د غيرت دي اشنا منډه وكړه
يو ورځ به ستا تر ګرېوان ورسي مظلوم لاسونه
تا د يتيم له ماله ولي غټه پنډه وكړه ؟
ما ته په حق ويلو هم په خوله لاسونه راږدې
تا مي د راز خبره څرنګه بربنډه وكړه
تا د رقيب په مخ كې ما ته په ورورۍ وخندل
ما ته دي دا خندا له زړه كه په ملنډه وكړه ؟
چې دغه ستا په جنازه كې شريك نه شوم نصرت
شهيده دا كمزوري ما د وخت له ځنډه وكړه
02.06.2008
- سيد شاه سقيم
څوكليوال د ښار له شوره وزي چيغې وهيد ټولو خلكو له پېغوره وزي چيغې وهي
چې نا امېده څوك را غبرګ شي د جانان له كوڅې لكه ناوۍ له پلار و موره وزي چيغې وهي
د اور په مينځ كې سره ګلان ورته كرلي قصمت خليلي فكر له دې اوره وزي چيغې وهي
د جنت پېغلې به سينګار بل وخت شهيد ته كوينن جنازه د...
02.06.2008
- سيد شاه سقيم
چې خبر شومه په مرګ دځوان ننګیالشوم غمګینه زړه خفه شو بې مجال
د احساس تاثیر په قلب د هر شاعر ويستا وه ښکلې مرتبه د نازک خیال
د وطن ورانی هر چاته بې هیڅ نه ويڅوک په سره مرمۍ شهید شی څوک په چال
دردونکې جنازه ډک له احساسهخښوي د وطن زوی دی بې مثال...