څوكليوال د ښار له شوره وزي چيغې وهي
د ټولو خلكو له پېغوره وزي چيغې وهي
چې نا امېده څوك را غبرګ شي د جانان له كوڅې
لكه ناوۍ له پلار و موره وزي چيغې وهي
د اور په مينځ كې سره ګلان ورته كرلي قصمت
خليلي فكر له دې اوره وزي چيغې وهي
د جنت پېغلې به سينګار بل وخت شهيد ته كوي
نن جنازه د ورور له وروره وزي چيغې زهي
د چا يادونه يې خپړې په زړګي لګوي؟
له خپل كاله څخه سر توره وزي چيغې وهي
لكه بېوسه مسافر حقمله زړه خو دي اوس
د چا د سرو سترګو له زوره وزي چيغې وهي